تازه خبرونه
په هلمند کي ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې نن سهار نهه بجې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک ویلي، چي د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې د ملکي وګړیو پر تونس موتر د سړک غاړي ماین چاودنه شوې، چي په کې سپاره ۷ کسه ټول وژل شوي دي .
هغه د ماین د ایښودلو پړه پر وسلوالو طالبانو ور اچوي؛ خو وسلوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته تر دې دمه څه ندي ویلي.