تازه خبرونه

په ننګرهار کې ۴ وسلوال طالبان نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د مومندرې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړیو ځواکونو تېره شپه د قاري رحمت الله په نوم د وسلوالو طالبانو د یو ماین جوړوونکي سرګروپ په ګډون ۴ تنه وسلوال طالبان ژوندي نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې بهادر، مولوي کلیم شاه او زاهدالله، چې د جلب او جذب، تبلیغاتو، وسلو او مهماتو د لیږد رالیږد او په ګڼشمېر نورو برخو کې یې وسلوالو طالبانو ته سهولتونه برابرول هم نیول شوي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې ۵ نور شکمن کسان هم نیول شوي؛ دوه میله کلاشینکوفونه او چاودیدونکې توکې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

Trending

Exit mobile version