تازه خبرونه
په هېواد کې د داعش او طالب بریدونه وحشیانه او غیرانساني دي- د عالمانو شورا
د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا په هېواد کې د تېرې یوې اوونۍ ترهګریز بریدونه غندلي او وایي، چې وحشیانه او غیرانساني دي.
د عالمانو د سراسري شورا رییس قیام الدین کشاف وایي، چې دننګرهار، کندهار او کابل بریدونه د انسانیت او اسلام د اصولو پر ضد دي.
ښاغلی کشاف زیاتوي؛ له ملي وحدت حکومت غواړو، چې د خلکو خوندیتوب ملي وجیبه وګڼي، له ټپیانو سره مرستې وکړي او روانه انسان وژنه په هیڅ دین او قانون کې روا نده.
یو شمېر عالمانو د ترهګریزو بریدونو وروسیتو ټپيانو ته وینه ورکړه.
د افغانستان د عالمانو نهضت رییس صلاح الدین هاشمي وایي، بې ګناه او بېوسو کسانو ته ، چې وینو ته اړ دي؛ وینه رسول هغه چاته لوی درس دی، چې بې ګناه انسانان وژني.
د دغې شورا غړي د دولت له وسلوالو مخالفینو غواړي، چې د ملکې خلکو پر وړاندې جګړه بس کړي او د پاکستان له دیني عالمانو یې هم وغوښتل، چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې د عدالت غږ اوچت کړي.