تازه خبرونه
په هېواد کې د برښنایي تذکرو د وېش لومړی پړاو له مخالفت سره مخ شو
د برښنایي تذکرو د وېش ادارې ویاند ویلي؛ د برښنايي تذکرو د وېش لومړی پړاو په بایومتریک سیستم کې د ولسمشراشرف غني، د هغه د میرمن رولاغني، د ولسمشر د دوه یم مرستیال سرور دانش او د کابینې د ځینو غړیو د نومونو او دیموګرافیکي ځانګړتیاوو په لیکلو پیل شو؛ خو اجرائیه ریاست یې دا مهال تر ملي اجماع پورې له وېش سره مخالف دی.
د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې ویاند روح الله احمدزي وایي، د برښنایي تذکرو لپاره ۵۰ دولتي لوړپوړیو چارواکو نومونه ثبت کړي د وېش په وړاندې یې هیڅ قانوني خنډ نشته.
د نوموړي په خبره؛ برښنایي تذکرې به د افغان او څوارلسګونه قومونو په لیکلو ووېشل شي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست د ملي اجماع تر جوړیدو پورې د دې لړۍ د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د اجرایی ریاست په خبرپاڼه کې راغلي؛ د برښنایي تذکرو د وېش مساله یوه ستره ملي مساله ده، چې ډېر دقت او بحث غواړي؛ ځکه، نو تر هغې، چې ملي اجماع او ټولیزه هوکړه شوې نه وي، دغه لړۍ باید وځنډیږي.
د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی واقف حکیمي، چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې یې د اجرائیه رییس ملا تړلې وه، د برښنایي تذکرو د وېش له ناوړه پایلو خبرداری ورکوي او وایي: په دې اړه به د ولسمشر یو اړخیزه پرېکړه د افغانستان قومونه څو ټوټې کړي.
د جمعیت اسلامي د دارالانشا مشر او د بلخ پخواني والي ترکتبارانو ته په وینا کې وویل، چې د تذکرو د وېش بهیر ته باید ټولپوښتنه تر سره او د سیاسي اجماع له لارې دا بهیر پیل شي.
د افغانستان د نوې ملي جبهې غړی صدیق پتمن د برښنایي تذکرو له وېش هرکلی کوي او وایي، د افغانستان اساسي قانون د هویت مسله حل کړې ؛ افغان، دین او قوم په کې لیکل شوي او په وړاندې یې هیڅ خنډ نشته.
مدني فعالان که څه هم د برښنایي تذکرو وېش غواړي؛ خو وایي، چې د تذکرو د وېش مساله باید د تازه اختلافونو سبب نه شي.
د مدني ټولنو د اتحادیې رییس عزیز رفیعي وایي؛ د برښنایي تذکرو د وېش بهیر باید له ټولیزې او سیاسي همغږۍ سره سم پیل شي، چې احصائیوي مسایلو ته یوه ښه لاسته راوړنه ولرو. سیاسیون باید په بشپړ ډاډ د ملي مسایلو په اړه پرېکړه وکړي.
خلک له حکومتي مشرانو غواړي، چې د برېښنایي تذکرو په سر مخامختیا پریږدي او د امنیت د ښه والي او خپلمنځيو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.
د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ له اوږدې مودې راهیسې د حکومتي مشرانو د اختلافونو په دلیل نه ده پیل شوې؛ خو زیات خلک وایي، چې په هېواد کې د دقیق سیستم د را منځته کولو لپاره برښنایي تذکرې اړینې دي.
د برښنایي تذکرو د وېش طرحه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پېر کې وړاندې شوې، چې بیا په ځلونو دغه بهیر د بېلابېلو دلایلو له مخې پیل نه شو. برښنایي تذکرې د رڼو ټاکنو لپاره اړینې ګڼل کیږي.
خبریاله: لیدا نیازۍ