تازه خبرونه
په ننګرهار کې د ۹ کسانو ډله ییز قبر موندل شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په ننګرهار کې د هغو ۱۲ کسانو له ډلې د نهه کسانو ډله ییز قبر موندل شوی، چې یونیم کال وړاندې داعش له کوټ ولسوالۍ تښتولي وه.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږياڼی وايي، دا قبر تېره ورځ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مومندرې سیمه کې موندل شوی دی.
د درې نورو کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ننګرهار د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د یادو ۹ کسانو جنازه نن په کوټ کې تر سره او خاورو ته وسپارل شول.
داعش تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.