تازه خبرونه
له نوي امنیتي پلان سره د سخت دریځو ډېر پلانونه شنډ شوي- برمک
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، چې په پلازمېنه کابل کې له نوي امنیتي پلان سره د سخت دریځو ډلو ډېر پلانونه شنډ شوي دي.
که څه هم په دې وروستیو کې د سخت دریځو ډلو لخوا خونړي بریدونه وشول؛ خو اوس د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې د نوي امنیتي پلان له مخې یې د بریدګرو ډېر پلانونه شنډ کړي دي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک څرګندوي، چې نوی امنیتي پلان اووه لومړیتوبونه او دوه پنځوس هڅې لري، چې د دې پلان له بشپړ پلي کیدو سره به بیا سخت دریځي ونه شي کولی ښار ته رادننه شي.
د کورنیو چارو وزیر ټینګار کوي، چې د ښار او د ښار په څنډو کې به تصفیوي عملیات ډېر او امنیتي کمر بند به نور هم پراخه شي.
د ښاغلي برمک په وینا؛ ښار ته له راغلیو یو سل و دېرش فرعي لارو څخه به یو شمېر کلکې وتړل شي.
د نوي پلان له مخې؛ په ښار او د ښار په څنډو کې امنیتي پوستې جوړیږي او هغه سیمې، چې له امنیتي پلوه خوندي نه دي، تر امنیتي پوښښ لاندې به راوستل شي.
د کابل ښار د نوي پلان له مخې په مهمو او دیپلوماتیکو سیمو کې د تلاشۍ شاوخوا سل پوستې جوړې شوي، چې ښاریان یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.
خبریال: رفیع صدیقي