تازه خبرونه
په ننګرهار کې پر یو توغول شوي توغندي ۷ ملکي وګړي وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار والي ویاند وایي، چې د دغه ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ په نبي خېلو سيمه کې تېره شپه اته نیمې بجې د وسلوالو په یو توغندیز بريد کې د دوه ميرمنو او درې ماشومانو په گډون ۷ ملکي وگړي وژل شوي او ۲ ټپيان دي.
خبرپاڼې په ډاګه کړې؛ دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې د يوې کورنۍ غړي په خپل موتر کې د فاتحې د ترسره کولو په موخه د کلي یوې نږدې سيمې ته روان ول.
سرچینه زیاتوي، د توغندي دا برید د وسلوالو مخالفینو لخوا تر سره شوی؛ خو وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.