پرمختګ او بشپړتیا
په نوي کال کې به د ښوونکیو معاشونه د مبایلونو له لارې ورکړشي
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره تړون لاسلیک کړی، چې په نوي کال کې به لومړی د ښوونکیو او بیا د ټولو دولتي مامورینو معاشونه د مبایل له لارې ورکړ شي.
د مخابراتو او معلو ماتي تکنالوژۍ وزیر محمد شهزاد اریوبي وايي، له فساد سره د جدي مبارزې په موخه مو پرېکړه کړې، چې او د دولتي مامورینو معاشونه د مبایل له لاري دولتي مامورینوته ورسیږي.
نوموړی زیاتوي؛ د نوي ښوونیز کال له پیل سره به دغه بهیر د ښوونکیو له معاشونو پیل شي، چې لومړی به ننګرهار او بیا پروان، فراه او کندهار ولایتونو ته وغزیږي.
ښاغلي اریوبي زیاته کړې، چې غواړو دغه پروژه د ټول هېواد مامورینو ته وغزوو؛ خو لومړی به يې د ښوونکیو لپاره پیل کړو.
هغه څرګنده کړې، چې حکومت غواړي له دې پروژې سره د خیالي استادانو ستونزه حل او پخپل وخت ښوونکیو ته معاشونه ورکړ شي.
افغان بیسیم د دغې پروژې پیلولو ته پوره تدابیر نیولي دي.
د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وايي، چې د ښوونکیو لپاره د معاشونو د ورکړې د پروژې د پلي کولو لپاره نوي سیستمونه رالیږدول شوي، چې کولی شي د ټول هېواد په کچه دغه پروژه پلې کړي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دغه لړي به له ننګرهاره پیل شي او افغان بیسیم مخابراتي شرکت د دې وړتیا لري، چې په ټول هېواد کې دغه پروژه له یو میلیون ډېرو کسانو ته پلې کړي.
خبریال: اسلم حجاب