تازه خبرونه

په ننګرهار کې داعش د پرمختګ په حال کې دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي ظاهر قدیر د دغه ولایت د بېلابېلو قومي مشرانو ناستې ته په ډاګه کړې، چې داعش د پرمختګ په حال کې دی.

د ظاهر قدیر پر هڅو د ننګرهار د بېلابیلو سیمو مشرانو  د چارواکو د ناسمو کړنو په غبرګون کې راټول او په ننګرهار کې یې ناامني او اداري په سختو ټکو کې وغانده.

د دې غونډې پر مهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي وویل، چې په ختیځو ولایتونو کې داعش ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې دی.

ښاغلی قدیر ویلي؛ دا دهغو وسلوالو مخالفو حکومت دی، چې په اچین او شینوارو کې جنګیږي؛ دواړه بهرنۍ ډلې دي. منګل باغ هم پاکستانی دی او داعش؛ د دنیا په سېحه پردی دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر قدیر وایي، نړیوال د افغانانو قربانۍ ته درناوی نه لري او په لوی لاس په افغانستان کې ګډوډیو ته لمن وهي.

هغه د سولې په تړاو وسلوالو طالبانو ته د حکومت له دریځ ملاتړ کړی

نوموړي د سولې په تړاو د حکومت له دریځه ملاتړ وکړ او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې سوله وکړي؛ خو له داعش سره یې حکومتي مسوولین پر همکارۍ تورن کړل.

هغه وایي؛ هغه، چې د پردو په اشاره د سولې د بهیر مخالفت کوي، مرګ یې بهتر دی.

قومي مشر ملک عظمت الله وایي، هو! مونږځوریږو؛ ځکه اولاد مو په یو ځای کې هم خوندي نه دی.

 په دې غونډه کې د ننګرهار پرمسوولینو د ځینو ویناوالو او ظاهر قدیر نیوکو ته په غبرګون کې د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وویل: مونږ په ننګرهار ولایت کې امنیتي لاسته راوړنه لرو او د فساد په وړاندې هم مبارزه شوې ده.

د ولسي جرګې استازي ظاهر قدیر تېره میاشت هم ورته غونډه جوړه کړې وه، چې په کې یې د حکومت ضد سیاسي ائتلاف جوړلو یادونه کړې وه. په دې غونډه کې یې هم وویل، ائتلاف یې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاګنې ګټلي.

Trending

Exit mobile version