تازه خبرونه

په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان بهرنی سیاست بریالی و- حکومت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملي وحدت حکومت وایي؛ په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان بهرنی سیاست بریالی و او بریالی شوي یو، چې پاکستان نړۍ ته د ترهګرو د ملاتړي په توګه ور وپېژنو.

په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان بهرنی سیاست له هسکو ژورو سره مخ شوی. حکومت وايي بهرنی سیاست یې تر بل هر وخت فعال شوی او له اوږده ځنډ وروسته یې نړیوال قانع کړي چې  دا ور سره ومني څو د ترهګرو ځالي او مرکزونه په پاکستان کې دي.

 د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي: هغه ملاتړ، چې مونږ یې د پاکستان خلاف له نړۍ  څخه لرو؛ په تېر کې بې سابقې دی او هیڅ وخت په دې کچه ملاتړ نه و.      

 امریکا له پاکستان سره خپله ټوله پوځي مرسته  له دې کبله ځنډولې، چې په خبره یې د افغان طالبانو او حقاني شبکې په خلاف یې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.

شنونکي بیا د لویدیځو هېوادونو  او امریکا تر څنګ د سیمې دولتونه او حکومتونه لکه روسیه، چین، هند، ایران او پاکستان د افغانستان په چارو کې تر پخوا ډېر ښکېل ګڼي؛ روسیه او ایران په افغانستان کې د داعش پر پرمختګ اندېښمن دي او له وسلوالو طالبانو سره یې د اړیکو پخلی هم کړی دي.

چین په اقتصادي برخه کې غواړي د افغانستان د کانونو قراردادونه تر لاسه کړي؛ خو د امریکا ولسمشر ترمپ ویلي، چې د افغانستان د کانونو تړونونه باید له امریکايي شرکتونو سره لاسلیک شي. پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ له زیاتوالي اندېښنه لري او په مقابل کې یې هند او افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پر وړاندې اغېزناکه لابیګري زیاته کړې.

د نظر ځينې خاوندان هم د پاکستان پر وړاندې د افغانستان پالیسي بریالۍ بولي او وايي، چې په راتلونکیو کلونو کې به د پام وړ پایله ولري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الله آزاد وایي: د افغان حکومت دغه بهرنۍ پالیسي وتوانیده، چې امریکا، ناتو او نورې ائتلافي ټولنې قانع کړي، چې پر پاکستان فشارونه راوستل شي.   

ځینې نور بیا وايي، په افغانستان کې یو شمېر هېوادونه د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره ښکېل دي او حکومت یې د څارنې څواک نلري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم وایي: روسیه او امریکا یو د بل پر وړاندې پوځي مداخله کوي، امریکا او چین یو د بل پر وړاندې پر اقتصادي ځغاستې اخته دي، سعودي عربستان او ایران مذهبې جګړې ته لمن وهي، پاکستان او هند هم په سیاست کې سیاسي مانورې تر سره کوي.     

د ملي وحدت حکومت ویلي وه، چې له نړۍ سره به په پېنځه کړیو کې خپلې اړیکې وپالي؛ ګاونډیان، د سیمې هېوادونه، اسلامي حکومتونه، مدني ټولنې او لیرې نړۍ هغه چوکات بلل کیږي، چې ملي وحدت حکومت خپل بهرني سیاست ورسره تنظیم کړی دی.

په ۱۳۹۶ کال کې ولسمشر غني امریکا متحده ایالاتو، اندونیزیا، ترکیې، ایران، ازبکستان، آذربایجان، هند، عربي متحده ایالاتو، ترکمنستان، او ځینو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي او پر مهال یې د افغانستان پر سوله، جګړه، تروریزم، نشه يي توکو او اقتصادی برخه کې له نړۍ سره خبرې کړي دي.

په بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناتو سرمشریزه، د استانبول پروسه، د کابل دوه  پروسې او ځينې نورې غونډې په نړیواله کچه د افغانستان د بهرني سیاست د هڅو د همغږۍ په پایله کې جوړې شوې دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي: زمونږ اساسي پیغام دا و، چې افغانستان د ټولو هېوادونو لپاره د همکارۍ ډګر دی، نه د تقابل.

په ۱۳۹۶ کال کې افغانستان له ملګرو ملتونو څخه د مرستو د دوام ډاډ تر لاسه کړ، ناتو تر ۲۰۲۰ کاله پورې د پوځي مرستو ژمنه وکړه، له هند او قزاقستان سره هوايي دهلیزونه جوړ شول، د تاپي پروژې د رغولو چارې تر افغانستان راورسیدې، د چهابهار بندر پرانسته وشوه، د جزا نړیوالې محکمې ته له افغانستان څخه شکایتونه ورسیدل او یو شمېر نورې لاسته راوړنې، چې حکومت ترې یادونه کوي.

Trending

Exit mobile version