تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان وژل شوي او یو طالب نیول شوی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو د پنجشنبې پر ورځ( د وري ۱۶) د دوه داعشیانو له وژلو او د یو طالب له نیولو خبر ورکړ.

په هغه خبرپاڼه کې، چې د دې ولایت د رسنیو دفتر خپره کړې؛ راغلي: تېره ورځ د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو دوه داعشیان وژلي او د دې ډلې د چاودیدونکیو توکو یو ډک موتر هم له منځه وړل شوی دی.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دې ډلې غوښتل، چې  پر دغو چاودیدونکیو توکو د ننګرهار ولایت یوه دولتي اداره والوځوي.    

دغه راز ویل شوي، چې د بهسود ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو د ښاري شبکې یو غړی شاهدالله مشهور پر امین هم نیول شوی دی.

د څرګندونو له مخې د طالبانو نیول شوي کس غوښتل په ښار کې یو شمېر دولتي کارکوونکي ترور کړي.

دغه راز هغه اعتراف کړي، چې  له طالب قومندان حمزه سره یې په یو لړ بریدونو کې هم لاس درلود.

د حکومت وسلوالو مخالفینو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version