تازه خبرونه
په ننګرهار کې طالبانو د یو مکتب اداري دفتر سوځولی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ننګرهار ولایت چارواکو منلې، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت په مومندره کې د یوه ښوونځي اداري دفتر سوځولی دی.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي آریانا نیوز ته ویلي، چې وسلوالو طالبانو نن سهار وختي درې بجې د مومندرې د هزارناو لیسې ته وردننه شوي او ادارې ته یې اور اچولی دی.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې د دې لیسې ټول اسناد سوځیدلي او د اور لمبې د ښوونځي نورو برخو ته هم رسیدلي دي.
د نوموړي په وینا؛ د ښوونځي مسوولینو پخپل وخت اور وژلی او د غزیدو مخه یې نیولې ده.
د دغه ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې دمګړۍ د ښوونځي دروازې زدکوونکیو ته خلاصې دي او درس هم په عادي حال روان دی.
طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.