تازه خبرونه
په ټول هېواد کې په لومړۍ ورځ اووه زره کسانو نوملیکنه کړې
د ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې اووه زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.
په پلازمېنه کابل کې د نوملیکنې په مرکزونو کې ګڼه ګوڼه د پام وړ نه ښکاري؛ خو بیا هم خلک راځي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نوم لیکي.
خلک وايي، چې د ټاکنو په اړه خلکو ته مناسب پوهاوی نه دی ورکړشوی.
مریم نومې له خپلې تذکرې سره د نوملیکنې مرکز ته تلې، چې د تلې(میزان) پر اته ویشتمه په پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نوم ثبت کړي.
د کابل اوسیدونکې مریم سادات وايي، چې رایه یې ډېره ارزښتناکه ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې په راتلونکیو ورځو کې به د نوم لیکنې بهیر کړندی شي او ډېر شمېر خلک به نومونه ولیکي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کابل او ولایتونو کې د نوملیکنې یو زر و څلور سوه مرکزونه پرانیستي دي؛ خو څلور څلوېښت مرکزونه د ناامنیو له کبله نه دي پرانیستل شوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وايي، چې د نوملیکنې پر لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې شاوخوا اووه زره کسانو نومونه لیکلي دي.
د نوملیکنې لومړی پړاو د حمل له ۲۵ څخه د ثور تر ۲۲ پورې دوام کوي، چې په دوه یم او درېیم پړاو کې به د نوملیکنې بهیر ولسوالیو او کلیو ته وغزول شي.
طالبانو په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني د تېرې ورځې بلنه رد کړه او څرګندوي، چې: که د اشغال تر سیوري لاندې د ولس زعامت یا شوراګانې ټاکل کیږي؛ نو دا به له هېواد او مسلمان ملت سره ستره جفا او یوازې د هېوادوالو او نړیوالو تېرایستل وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ناامنیو له کبله په مرکز او ولایتونو کې څلور څلوېښت مرکزونه، نه دي پرانیستل شوي.
خبریال: باعث حیات