تازه خبرونه
په ۵۳۷۳ رای مرکزونو کې به ټاکنې تر سره شي- د ټاکنو کمیسیون
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره څه باندې یوه میاشت پاتې ده؛ خو د رای مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې پخپل ځای دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ وايي؛ هغه ټاکنیز مرکزونه، چې د رای ورکوونکیو بشپړ نوملړ لري، امنیتي ځواکونو ته په ګوته شوي او د پېنځه زره درې سوه درې اویا رای مرکزونو امنیت به خوندي کړي.
له دې مخکې اندېښنه څرګنده شوې وه، چې د ناامنیو له کبله په څه باندې دوه زره رای مرکزونو کې د ناامنیو له کبله د ټاکنو د نه تر سره کیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. ټاکنڅاري بنسټونه وايي، چې د ناامنیو له کبله په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو له کبله اندېښنې پر ځای دي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوب زاده وایي؛ ناامني په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه راټیټوي، درغلیو ته زمینه برابروي او د ټاکنو پایلې به خلکو ته د منلو نه وي.
که څه هم په پام کې وه، چې ولسمشریزې ټاکنې په څه باندې اووه زره مرکزونو کې تر سره شي؛ خو د ناامنیو له کبله په څه باندې دوه زره مرکزونو کې ټاکنې نه تر سره کیږي. امنیتي ځواکونو په تېرو پارلماني ټاکنو کې هم د رایو د پېنځه زره مرکزونو امنیت خوندي کړی و.