تازه خبرونه

ملا برادر اخند په قطر کې د مذاکراتي بهیر په غونډو کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د دوشنبې پر ورځ( د کب ۶/ د فبرورۍ ۲۵) د دوی سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د قطر هېواد په مرکز دوحه کې د مذاکراتي بهیر په غونډو کې ګډون وکړ او د مرکچي ډلې غړي يې ګډونوالوته وروپېژندل.

د خبرپاڼې له مخې؛ په قطر کې د طالب او امریکايي لوري ترمنځ د لومړۍ ورځې غونډه پيل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملابرادر اخند تېره ورځ د فبروري پر ۲۴ د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر په رسمي غوښتنه او د هغه هېواد په ځانګړې الوتکه کې دوحې ته رسیدلی دی.

طالب ویاند دا هم څرګنده کړې، چې ملابرادر د خبرو په دې غونډه کې د مذاکراتو پر اهمیت، د مذاکراتي ډلې پر صلاحیت او د راتلونکې تګلارې په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې  د مذاکراتو جریان به د مرکچي ډلې د مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په مشري پرمخ بیول کیږي او د اړتیا په وخت کې به له ملا برادر اخند څخه هدایت اخیستل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالي شورا د دارالانشا رييس عمر داوودزي ملابرادر د خپلواک فکر لرونکی بولي او وایي؛ هیله کیږي، چې د قطر په خبرو کې له خپلې خپلواکۍ ګټه واخلي او ژر- ژر پرېکړې وکړي.

Trending

Exit mobile version