تازه خبرونه

ملا عمر د یوې امریکایي پوځي اډې په څو کیلومترۍ کې اوسیدلی- هالیندي لیکواله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هالنډۍ ورځپاڼې یوې لیکوالې بیتا دم په خپل کتاب( د ملا عمر پټ ژوند) کې څرګنده کړې، چې د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر مجاهد‌ اخندزاده د افغانستان په زابل ولايت کې د امریکا یوې پوځي اډې ته پېنځه کيلومتره نږدې د یوه کور په پټه خونه کې اوسیدلی دی.

نوموړې، چې له ۲۰۰۶ کال راپدیخوا د افغانستان په اړه ګزارشونه لیکلي؛ د څېړنو ترڅنګ یې د طالبانو له غړیو سره پر مرکو هم پېنځه کاله تېر کړي دي.

هغه د ملا محمد عمر مجاهد له یوه ساتونکي جبارعمري سره، چې په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د تحریک له پرځیدو وروسته د ملا محمد عمر مجاهد د تری تم کیدو پر مهال د ملا عمر ساتونکی و، پر مرکې هم بریالۍ شوې ده.‌

ښاغلي جبارعمري دغې هالیندۍ لیکوالې ته ویلي، چې ملا محمد عمر مجاهد د عمر تر پایه (۲۰۱۳) پورې له هغه سره ملګری و.

دغه راز هغې څرګنده کړې، چې د طالبانو د تحریک له ړنګیدا لږ موده وروسته ملا محمد عمر مجاهد، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته د هغه د وژلو پر سر ۱۰ میلیون دالر جایزه اعلان شوې وه ؛ د امریکا یوې اډې ته څېرمه د یوه کور په یوه پټه خونه کې اوسیده.‌

امریکايي پوځيانو ان یو ځل دا کور تلاشي هم کړ؛ خو د کتاب د لیکوالې په وینا، د کور دا پټه خونه د امریکایانو له سترګو پناه وه.

بیتا دم ویلي د زابل ځینو امنیتي چارواکو دا ګومان کاوه، چې ملا عمر په زابل کې دی؛ خو هغه وخت عمومي نظر دا و، چې هغه په پاکستان کې دی.

هغې دا هم ویلي، چې د امریکا د تصور خلاف ملا عمر هېڅکله په پاکستان کې نه و پټ شوی.

یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو هم دغه ادعا سمه بللې ده.

سیاسي کارپوه حسن حقیار وایي، چې ملامحمد عمر مجاهد د طالبانو له سقوط وروسته هیڅکله پاکستان ته ندی تللی؛ د افغانستان په زابل ولایت کې پټ اوسیدلی دی او همدلته وکړ.   

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د کتاب د لیکوالې څرګندونې ادعاوې بولي او هغه ردوي او زیاتوي، چې د نوموړې دا کتاب طالبانو ته د هویت ورکولو یوه هڅه ده. مونږ کره شواهد لرو، چې ملامحمد عمر له پرځیدو وروسته په پاکستان کې اوسیدلی او هملته ومړ.

پوځي کارپوهان وايي؛ امریکا ته په کار ده، چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره روښانه کړي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم وایي؛ د امریکایانو د راتګ موخه څرګنده نده، چې له تروریزم سره مبارزې ته راغلي او که بل څه. دا هرڅه ښيي، چې د امریکا ستراتیژي په افغانستان کې پټه ده.

دا هم د یادونې ده، چې د دې کتاب لیکواله د ملا محمد عمر مجاهد د زیږیدو ځای د زابل سیورې ولسوالي ښودلی؛ خو د طالبانو له خوا څو کاله وړاندې د ملا محمد عمر مجاهد په خپره شوې لنډه پېژندنه کې ویل شوي وه، چې هغه د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په چاه هفت سیمه کې زېږیدلی او د پلار له مړینې وروسته، چې دی پېنځه کلن و له خپلې کورنۍ سره د رزوګان دهراوود ولسوالۍ ته کډه شوی، چې ښايي همدا یې پلرنی ټاټوبی و.

Trending

Exit mobile version