تازه خبرونه

کور ته زمونږ د سرتېرو د راستنیدو وخت رارسیدلی- ترمپ

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۱, ۱۳۹۸)

د امریکا ولسمشر په ډاګه کړې، چې اوس؛ نو کور ته زمونږ د سرتېرو د راستنیدو وخت رارسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې له لاسلیک وروسته په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د امریکايي چارواکو هیلې غوړیدلي دي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ زیاتوي، چې له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې د دې زمینه برابره شوې، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کړو.   

نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به له طالب رهبرانو سره وګوري، چې د سولې روان بهیر مطلوبه پایله ووینو او تر څلورنیمو میاشتو یا ۱۳۵ ورځو پورې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر اته زره پورې راټیټ کړو.

 ترمپ دا هم ویلي؛ داسې هیلې شته، چې طالبان به پخپلو ژمنو ودریږي او په افغانستان کې ترهګرهم له منځه یوسي.

نوموړي وایي: زه به پخپله د طالب رهبرانو سره وګورم او دا کار به ډېر ژر وکړم. هیله ده طالبان هغه څه وکړي، چې باید یې وکړي. طالبان به خپلې ژمنې عملي کړي او ترهګر به له منځه یوسي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ لاسلیک شوې هوکړې په داسې یوه موقعیت کې راوستي یو، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر اته زره پورې راټیټ کړو. مونږ ته هر څه ښکاره دي، ناټو او ملګرو ملتونو د سولې په خبرو کې مهمه برخه درلوده.

له دې ټولو سره سره د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ دا ګواښ هم کړې، چې که طالبان خپلې ژمنې عملي نکړي، ډېر ځواک او قوت ته به لاس ورتېر کړو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ مونږ په طالبانو باور لرو، چې نه داسې کار کوي او نه به زمونږ وخت ضایع کړي. که ژمنې ماتې کړي، مونږ به په پوره قوت بېرته را وګرځو، چې ساری یې نه وي تکرار شوی، هیله لرم، چې دا کار ونشي.

امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړه له دې کبله ارزښتناکه ګڼي، چې په وینا یې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه یې پای ته ورنږدې کړې  او د افغانستان د تلپاتي ثبات او تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره یې خپل پلانونه د عملي کیدو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ارګ کې د کب پر ۱۰ چې د فبروري له ۲۹ سره برابره ده ولسمشر اشرف غني د طالبانو او امریکایانو د مشرانو د سولې هوکړې سره همهاله د ناټو له سرمنشي او د امریکا له دفاع وزیر سره د سولې یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

Trending

Exit mobile version