تازه خبرونه
ملا هبت الله خپلو جنګیالو ته د ملکیانو د خوندیتوب سپارښتنه کړې
د لوی اختر په درشل کې د طالبانو مشر ملا هبت الله سپارښتنه کړی، چې د اختر په شپو او ورځو کې دې طالب جنګیالي د ملکیانو ساتنې او خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه د سولې خبرو په تړاو د امریکایي چارواکو خبرې اترې ضد او نقیض بولي او وایي، دې ډول خبرو دا بهیر له شک سره مخ کړی دی.
د طالبانو د مشر د پیغام په یوه برخه کې راغلي؛ اوس، چې د سولې خبرې روانې دي مونږ یې په جدیت سره مخته وړو، امریکا هم باید دا بهیر په رښتيني توګه مخته یوسي، چې د ستونزې د حل په برخه کې ګټور ګامونه پورته او اتلس کلن ناورین ته د پای ټکی کیږدو.
هغه په خپل دې اختریز پیغام کې د اختر په ورځو کې د اوربند په اړه څه نه وایي؛ خو ټینګار کوي، چې د اختر په ورځو کې جګړه ډېر ثواب لري.
طالبان په داسې حال کې د ملکیانو پر ساتنه او خوندیتوب ټینګار کوي، چې د چارشنبې پر ورځ دې ډلې په کابل کې پر یوې پوځې څانګې برید وکړ، چې ګڼو ملکیانو ته یې مرګ و ژوبله واړوله.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د طالبانو د مشر اختریز پیغام د جګړې او وېرې پیغام دی او دا ډله د ورانیو او بې ګناه وګړیو د وژلو تر سره کوونکې ده.
د ناتو سرمنشي که څه هم له طالبانو سره د سولې هوکړې په اړه څه نه وایي؛ خو ټینګار کوي، چې ناتو او امریکا له طالبانو سره تر بل هر وخت زیات د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي؛ مونږ د دې لپاره افغانستان ته ولاړو، چې دا هېواد ترهګرو ته یو خوندي پټنځای و. تر ټولو مهمه دنده او موخه مو په افغانستان کې دا ده، چې پرینږدو دا هېواد د ترهګرو لپاره یو ځل بیا په خوندي ځای بدل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او امریکایانو کاري ډلو د سولې هوکړه لیک د عملي کیدو پر میګانیزم سلا مشورې پیل کړي او د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته تللی، چې د دې پلاوي مشري ملا برادر کوي.
سرچینو ویلي، چې له طالبانو سره د خلیلزاد د خبرو له پای ته رسیدو وروسته به په ازبکستان کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.