پرمختګ او بشپړتیا
ډېر ژر به ۱۵۰۰ملي بسونه په کابل ښار کې تګ راتګ پیل کړي
د کابل ښاروالۍ مسوولینو ویلي،؛ د کابل ښار په کچه ۲۶۴ تمځي مو د آسانتیاوو لپاره ځانګړي کړي، چې د ځینيو کارونه یې بشپړ شوي هم شوی.
دوی هیله من دي، چې ترانسپورت وزارت د ښاري ملي بسونو چارې تنظیم کړي. د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند څرګنده کړې، چې مونږ د ښاریانو د ترانسپورتي تمځیو د ستونزو د حل لپاره ځایونه ټاکلي. هیله ده، چې غوره ګټه ترې پورته شي.
د ترانسپورت وزارت مسوولینو ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې به ۱۵۰۰ ملي بسونه په کابل ښارکې ښاریانو ته خپل خدمتونه پیل کړي.
د ترانسپورت وزارت ویاند مهدي روحاني وایي؛ له مونږ سره د هندوستان حکومت ژمنه کړې، چې مونږ ته به د تمځیو له جوړیدو سره ملي بسونه راکړي اوس غواړو، چې د دې ترڅنګ د ترانسپورت انستیتوت هم جوړ شي.
کابل ښاریان بیا وايي، چې تمځي جوړ شوي؛ ملی بسونه نشته او دوی اندېښمن شوي، چې د ملي بسونو تر راتلو ښايي دا تمځي ویجاړ نشي.
د کابل ښار اوسیدونکی محمد عمر وایي؛ مونږ ګورو، چې ډېر تمځي جوړ شوي او د ډاډ وړ ګټه ترې نه اخیستل کیږي. که همداسې پاتي شي، ښايي ژر ویجاړ شي.
د ترانسپورت وزارت د څرګندونو له مخې؛ د تمځیو ساتنه او څارنه دوی پخپله کوي؛ خو په دې برخه کې د خلکو همکاري ډېره اړینه ده.
خبریال: اسلم حجاب