تازه خبرونه

ډېر ژر به حکومت د چین خپلمنځي ناستې ته یو پلاوی ولیږي- سرچینې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ویل کیږي، چې د ارګ پلاوی به د جمعي پر ورځ( د لړم ۱۷) چین ته په سفر کې له طالبانو سره مخامخ ناسته تر سره کړي.  

 یوې سرچینې آریانا نیوز ته ویلي؛ ولسمشرۍ ماڼۍ د دې لپاره، چې د سیاسیونو لخوا اعتراضونه او نیوکې ونشي، د بیجینګ په ناسته کې یې د ګډون کوونکي پلاوي جوړښت نه افشا کوي.

افغان حکومت په کور دننه د هغو سیاسیونو ملاتړ او یووالي ته اړتیا لري، چې کشالې یې بې شمېره دي. یعنې هغه ملاتړ او یووالی، چي له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره تر ټولو لومړنۍ اړتیا ده. دا د هغو سیاسیونو غبرګونونه دي، چې له طالبانو سره یې د مذاکراتو لپاره د پلاوي د ترکیب په اړه  لري.

ځینې سیاستوال وایي؛ باید د مرکچیانو جوړښت واضح وي، د افغانستان خلک پوه شي، چې له آدرسه یې څوک له طالبانو سره خبرې کوي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی قیوم سجادي ویلي؛ په خواشینۍ، چې اوس هم د افغان حکومت او د افغان حکومت د پلویانو تر منځ په حکومت کې دننه د اندونو پوپیرونه شته. ما تل ټینګار کړی، چې د پلاوي د جوړښت پر ځای باید خبرې پر اجندا راوڅرخي.                

په تېرو څو ورځو کې د افغان ټولنې بېلا بېلو لوریو ترمنځ لیدنې، غونډې او ناستې تر سره کیږي؛ د هېواد له سرسختو د یپلوماتانو نیولې تر د نظام وفادارو او منتقدو سیاسیونو پورې، ټول د باثباته افغانستان لپاره هڅې کوي، چې په دې اړه د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي د ملي امنیت شورا له سلاکار سره کتلي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي، چې جرمني د خبرو له پیله د خپلمنځي خبرو په اړه همکاري کړې او له هغې تجربې څخه، چې مونږ یې له دې هېواده لرو؛ له شخصي او سیاسي تاویلو- ماویلو څخه یې د همکارۍ لپاره ګټه پرته کوي.                     

سره له دې پوښتنه دا ده، چې ولې ارګ یا هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بیجینګ په ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوې نوملړ نه ډاګیزه کوي؟

سیاسي هڅاند احمد سعیدي په دې اړه ویلي، چې د افغانستان حکومت د دې لپاره د پلاوي جوښت نه په ډاګه کوي، چې د افغانستان خلک یې نه مني. حکومت داسې يو پلاوی غوره کوي، چې نه پوهیږي او منونکي وي.                   

له دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ او د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویلي وه، چې د بیجینګ په ناسته کې د ګډون لپاره چمتوالی لري او د ګډون کوونکي پلاوي غړي هم ټول اړخیزه دي؛ خو  د پلاوې په اړه یې جزئیات تر دې دمه وړاندې نکړل.

Trending

Exit mobile version