تازه خبرونه

ډېر ژر به بهر ته د افغان کارګرو د رسمي لیږلو لړۍ پیل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي،  بهرته د کارګرو رسمي تګ به د امنیت شورا د پروسیجر له مخې ترسره کیږي، چې له امنیتی پلوه ډاډ من اوسې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې حال کې د بی کارۍ د مخنیوي خبره کوي، چې د کابل په واټونو کې اوس هم خلک له بیکارۍ سرټکوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست فیض الله ذ کي وايي،  تر دې دمه هیڅ افغان په رسمي توګه د کار لپاره بهر ته ندی استول شوی. په هېواد کې د بی کاره کسانو زیاتیدل ستره ستونزه بولي.

نوموړی زیاتوي؛ بهر ته د کارګرو د استولو په وړاندې ستره ستونزه د هغوی امنیتي تظمین دی، چې د امنیت شورا له خوا د حل کید و په حال کې دی.  

په هېواد کې اته نیم میلیون کسان د کار په شرایطو برابر دي او هرکال څلورسوه زره کسان هم پرې زیا تیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د کار ګرو د حقونو د خوندي توب غوښتنه  کوي او وایي، مونږ به د کار د نړیوال سازمان په همکارۍ او له کورنیو بنسټونو سره په ګډه په خصوصي او دولتي ادارو کې د کار ګرو حقونه خوندي کړو.

د کار او ټولنیزوچارو وزارت د کارګرو د مهارتونو د لوړولو لپاره د حر فوي زد کړو د مرکزونو له جوړولو خبر ورکوي او وایي، چې د مارکیت د غوښتنو پر بنسټ به د زدکړو لړۍ پیل شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version