تازه خبرونه
ملا هبت الله خپلو افرادو ته امر کړی، چې نور له داعش سره جګړه ونه کړي- جنرال رازق
د کندهار امنیه قومندان وايي، د امریکا نوې تګلارې په سویل کی طالبان ورخطا کړي او غواړي له داعش سره یوځای شي.
د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په ډاګه کړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په سویل ختیځ زون کې خپلو افرادو ته امر کړی، چې نور له داعش سره جګړه ونه کړي.
هغه زیاتوي، د طالبانو مشر ملا هیبت الله د بهرامچې له لاري افغانستان ته راغلی او خپلو ټولو پلویانو ته یي امر کړی، چي د داعش وسلوالو په وړاندي د مخالفت څخه لاس واخلی
هغه دا هم وایي، چې ملا هبت الله لس ورځي وړاندې د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ ته راغلی و او هلته يې له يو شمېر قومندانانو سره کتلي دي.
نوموړي دا هم ویلي؛ د طالبانو مشر لارښوونه کړې، چې د داعش او طالبانو موخې ګډې دي، نو له دې امله باید ورسره جګړه ونه شي.
وسلوالو طالبانو پر انترنيتي پاڼه له داعش سره د طالبانو د يو ځاى کيدو خبره رد کړې؛ خو هلمند ته یې د ملا هبت الله راتګ منلی دی.