تازه خبرونه
ډېر ژر به د بلخ نوی والي معرفي شي- منیره یوسفزاده
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د بلخ نوی والي به ډېر ژر د یو شمېر حکومتي چارواکو لخوا معرفي شي.
که څه هم د بلخ د ګوښه شوي والي ځيني پلویان اوس هم هیله لري، چې عطا محمد نور به خپلې دندې ته دوام ورکوي؛ خو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې ډې ژر به د بلخ نوی والي د حکومتي چارواکو لخوا معرفي شي؛ خو د ټاکل شوي وخت په اړه څه ویلی نشم.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسفزاده وايي، چې د بلخ والي په توګه د انجنیر داوود د ګومارنې چارې وروستۍ شوي او ولسمشر پخپله پرېکړه ولاړ دی.
عطا محمد نور د تېرې شنبې په ورځ د اجرائيه ریاست او ولسمشرۍ په ادرس تندې څرګندونې وکړې او ټينګار یې وکړ، چې د جمعیت اسلامي د ګوند له پرېکړې مخکې به ولایت نه پریږدي.
دغه راز د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی کمال الدین حامد وايي، چې عطا محمد نور باید خپلې دندې ته دوام ورکړي؛ ځکه نوموړی د جمعیت له نظره د بلخ والي دی او مونږ د خپلو خلکو له حقه حقوقو ساتنه کوو.
عطا محمد نور له تېرو څوارلس کلونو راهیسې د بلخ والي په توګه دنده تر سره کړې ده؛ خو اجرائيه رييس عبدالله عبدالله ویلي؛ د بلخ ولایت ستونزه باید داسې حل شي، چې افغانستان او د نظام سیاسي پاړکيو ته په کې زیان ونه رسیږي.
خبریاله: لیدا نیازۍ