تازه خبرونه
ډېر ژر به ولسمشریزوټاکنو ته د نوماندانو لومړنۍ نوملړ اعلام شي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې تر اته ورځو پورې به د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلام شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغو کسانو د معلوماتو پر راټولولو کار کوي، چې ولسمشریزو ټاکنو ته یې د نوماندانو په توګه نوملیکنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وايي، چې اته ورځې وروسته به د نوماندانو لومړنۍ نوملړ اعلان شي.
نوموړي زیاته کړې؛ ژمنه شوې، چې تر سې شنبې به معلومات راټول شي او د چارشنبې پر ورځ به په دې اړه علني ناسته جوړه شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ويلي، چې د نوماندانو د لومړني نوملړ له خپریدو سره سم به دوی د شکایتونو د اروزنې چارې پیل کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي علي رضا روحاني وایي، چې د ټاکنیزو شکایتونو ځواکمني په ډاګه شوې او د قانون پر بنسټ هر راز شکایتونه ډاډمن وڅېړل شي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارې نیمګړې او له ستونزو ډکې دي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رييس یوسف رشید وایي، چې مونږ لدې اندښېمن یو، چې د اسنادو څېړل او شکایتونو ته لاسرسی پارلماني ټاکنو ته ورته نه وي؛ ځکه، چې تر دې دمه د اصلاحاتو په اړه هیڅ کار ندی شوی.
په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د نورستان، خوست، کونړ، فراه، فاریاب او بدخشان ولایتونو شکایتونه ارزولي او پایلې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته استولي دي.