تازه خبرونه

ولس له قتل عام سره مخ او افغان ځواکونه د وژنکې بلا خولې ته اچول شوي-عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائیه رييس اعتراف کوي، چې ولس له قتل عام سره مخ او افغان ځواکونه د وژنکې بلا خولې ته اچول شوي دي.

د جګړې شدت، د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړیدل او د ولسوالیو سقوط هغه ستونزې دي، چې د ملي وحدت حکومت رهبران یې په اړه وېشلي دریځونه لري.

اجرائيه ریيس اعتراف کوي؛ حکومت نه دی توانیدلی، چې امنیت راولي او د تلفاتو مخه ونیسي.

عبدالله عبدالله وايي، چې په حکومت کې د ننه د مخالفتونو او امنیتي چارواکو د بې پروايې له کبله ولسوالۍ د وسلوالو لاس ته لویږي.

اجرائيه رییس نیوکه کوي او وايي، چې په زابل، فراه، کندوز، بغلان او څو نورو ولایتونو کې جګړه روانه ده؛ خو د امنیت شورا او اعلی سرقومندانۍ لخوا یوه غونډه هم نه ده جوړه شوې. خلک قتل عام شول او امنیتي ځواکونه مو د بلا په خوله کې ورکړي دي. څوک مسوول دي، راشئ خلکو ته ځواب ووایئ.

د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري بیا ويلي، چې امنیتي مسایل د دوی لومړیتوب دی.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سمیو او ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او یو شمېر ولسوالۍ د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ لاس په لاس شوي او د افغان ځواکونو پر تلفاتو سربېره له ګڼو سیمو خلک هم بیځایه شول.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version