تازه خبرونه
هند په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له جوړیدو ملاتړ نکوي
هند په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت له جوړیدو ملاتړ نکوي؛ خو د یو ټاکنیز حکومت غوښتونکی دی.
دغه څرګندونې په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ویجي ګوکلي په واشنګتن کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال کړي دي.
اندین اکسپریس څرګنده کړې، چې په دې لیدنه کې له طالبانو سره د سولې پر خبرو بحث شوی دی.
ښاغلي خلیلزاد د لیدنې په بهیر کې ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره له سولې وروسته به د افغانستان له خاورې د هند پر ضد هم ګټه نه پورته کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت مستشا وروغوښت، چې په دې اړه پوره وضاحت وړاندې کړي؛ ځکه، چې دا د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
دا په داسې حال کې ده؛ د جمعې پر ورځ په باجوړ کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خلکو ته په وینا کې ویلي وه، چې جګړه پای مومي، په افغانستان کې نوي حکومت جوړیږي، چې په خبره یې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي.