تازه خبرونه

هند کې څلور کسه د جنسي تیري او وژنې پر جرم اعدام شوي – د ۲۰۱۲ نرهبیا قضیه

Published

on

کال ۲۰۱۲ په هندوستان کې څلور کسه هر یو: اکشې ټھاکور، وینئ شرما، په ون ګپتا او موکیش سینګ چې په کال ۲۰۱۳ کې د محکمې لخوا په ډله ییز جنسي تیري او وژنې محکوم شوي وو، چنواري شول.

د جنسي تیري هغه ۲۳ کلنه قرباني د ټپونو له امله څو ورځې وروسته له هغه چې پرې په یو روان بس کې د شپږو سړو لخوا جنسي تیرې شوې و، مړه شوه.

دې پیښې هندوستان کې د وګړو غصه راوپاروله چې له امله یې د جنسي تیري پرضد نوي قانونونه جوړ شول. د مطبوعاتو لخوا د دغې پیښې قرباني ته د نرهبیا، یعنی نه ډاریدونکې، لقب ورکړل شو، ځکه چې د هندي قانون له مخې د قرباني شوي کس نوم په ژبه نه اخیستل کیږي.

په لومړي سر کې، شپږ کسان د دغې پیښې پر تور نیول شوي وو. د دوی څخه یو، رام سینګ، د ۲۰۱۳ مارچ کې په زندان کې مړ وموندل شو چې ظاهراً ځانوژنه یې کړې وه.

بل تن، چې د جرم پر مهال ۱۷ کلن و، په اصلاحاتي زندان کې د دریو کلونو بند څخه وروسته په کال ۲۰۱۵ کې خوشې شو.

Trending

Exit mobile version