تازه خبرونه

کیدی شي نور لس زره بهرني سرتېري افغانستان ته راشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه د سرتېرو زیاتولو له پلان تود هرکلی کوي. دغه غوښتنه پنتاګون له سپینې ماڼۍ کړې ده.

ټاکل شوې امریکایی پوځي چارواکي تر یوې اوونۍ پورې له ولسمشر دونالد ترمپ وغواړي، چې افغانستان ته د نورو پېنځه زره امریکایي سرتېرو د لیږلو پلان تائید کړي.

دغه غوښتنه پر داسې مهال کیدونکې ده، چې امنیتي حالات په افغانستان کې خراب شوي او ویل کیږي، چې دا پلان برخلیک ټاکونکی هم دی.

د امریکا د پوځ د ځانګړیو ماموریتونو قومندان توماس ریموند وایي، په افغانستان کې اضافي سرتېري کولی شي د افغان ځواکونو د سلا مشورو او زدکړو ماموریت ته قوت وروبښي. دا مساله به په افغانستان کې په بشپړ ډول زمونږ د سرتېرو په ګټه وي.

د ناتو تړون غړي هېوادونه هم افغانستان ته د پېنځه زره نورو سرتیېرو پلان څېړي. که دغه طرحې د امریکا حکومت او د ناتو تړون نور غړي هېوادونه تائید کړي؛ کیدی شي په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته لس زره نور بهرني سرتېري واستول شي.

د امریکا د دفاع وزارت یو جګپوړي غړي تریسا ویلان په ډاګه کړې، چې د ترمپ اداره په فعال ډول د افغانستان په تړاو انعطاف مننې ته سترګې په لار ده. زه  تمه لرم، چې دغه وړاندیزونه په یوه اوونۍ کې د ترمپ دفتر ته ورسیږي او د دې کار موخه له اوسني په ټپه ولاړ حالت څخه وتل دي.

افغان حکومت تل په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو د زیاتولو له پلان هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان ته د نورو بهرنیو سرتېرو له رااستولو سره به د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ماموریت ګړندی شي او د افغان سرتېرو پر روحیه به مثبت اغېز وکړي.

امریکایان په داسې حال کې د سرتېرو د زیاتولو پر پلان کار کوي، چې  په وروستیو کې پنتاګون د هغه څه له کبله پر روسیې نیوکې کړي، چې دوي یې په افغانستان کې د دې هېواد لاسوهنه بولي.

خبریال: قیام نوري

Trending

Exit mobile version