تازه خبرونه

کیدی شي د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر تمدید شي- کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دې بهیر له پیل څخه د جمعې ورځې تر پایه څه باندې یو سل و نهه اتیا زره کسانو په ۳۴ ولایتونو کې ځانونه په راتلونکیو ټاکنو کې د ګډون لپاره ثبت کړي دي؛ کمیسیون په همدې خاطر ناراض دی او وایي، ممکن د ولایتونو په مرکزونو کې دغه لړۍ نوره هم وغزول شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی ملیحه حسن د خلکو پر پیکه حضور اندېښنه لري او وایي، چې ښایي خلک د حکومت دارۍ له څرنګوالي، د ولسي جرګې له اوسنیو کړنو او په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د چارو له ټکنيتوب راضي نه وي.

کومو ولایتونو کې، چې د  رایه ورکوونکیو نوملیکنه په کې لوړه ده؛ کابل یې په سر کې دی، چې په کې د  ثبت شویو رایه ورکوونکیو شمېر شپیته زره دوه سوه ۴۴ تنو ته رسیږي. وروسته کندهار دی، چې  په کې د ثبت شویو کسانو شمېر له ۲۷ زره اوړي او ورپسې هرات راځي، چې د ثبت شویو کسانو شمېر له لس زره اوړي. بیا بلخ دی، چې دغلته هم د ثبت شویو کسانو شمېره له نهه زره اوړي.

جالبه دا ده، چې په تېره یوه اوونۍ کې دوه سوه اووه ویشتو کسانو په میدان وردګو کې ځانونه ثبت کړي دي. نورستان، بدخشان او پنجشېر هم په ترتیب سره هغه ولایتونه دي، چې په کې ډېرو کمو کسانو ځانونه ثبت کړي دي.

سیاسي شنونکی مولا محمد پیمان وایي: له دغې طرحې سره، چې کمیسیون جوړه کړ، هیڅوک درغلي نشي کولی؛ ځکه، چې خپله کس له تذکرې سره حاضریږي او ستیکر هم د ده په شتون کې لګولیږي.

د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو لږ ګډون هغه مساله ده، چې هره ورځ پرې اندېښنې ښودل کیږي؛ خو همدا لړۍ ده، چې د رایه ورکوونکیو کره شمېره  روښانه کوي کوم اقدام، چې ټاکنو کې د درغلیو مخه پرې نیول کیدای شي.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ غړی شاه محمود مل وایي: مونږ د ټاکنو په تر سره کولو شک لرو؛ دا د ټاکنو په وړاندې کومه ناسمه خبره نده.           

په تېرو ټاکنو کې ویل شوي وه، چې د رایو د ورکړې پر شرایطو برابر کسان څه باندې لس میلیون کسانو ته رسیږي؛ خو د نوملیکنې په تازه بهیر کې یو لړ بدلونونه راغلي، چې ممکن دغه شمېره هغه خپل پخواني حد ته ونه رسیږي.

خبریال: باعث حیات

 

Trending

Exit mobile version