تازه خبرونه

کیدی شي حامد کرزی او رحمت الله نبیل په افغانستان ژغورنې ائتلاف کې شامل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ژغورنې ائتلاف وايي، چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په ګډون له یو شمېر سیاسي څېرو سره خبرې پیل شوي، چې په افغانستان ژغورنې ائتلاف کې شامل شي.

 هېواد ته د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له راستنیدو سره پر یوه وخت د افغانستان ژغورنې ائتلاف د خپلو لیکو د پیاوړي کولو هڅې پیل کړې دي.

ملي جنبش ګوند، چې د دغه ائتلاف پیاوړی غړی دی څرګندوي، چې له مهمو سیاسي څېرو سره یې په ائتلاف کې د شاملولو خبرې پیل کړې دي.

د د غه ګوند ویاند وايي، چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم په دې اړه خبرې پیل شوې دي.

بشیر احمد ته ینج د ملي جنبش ګوند ویاند وایي: په دغه ائتلاف کې، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ  خپل شتون اعلان کړي؛ ډېرې دولتي څېرې به په کې برخه ومومي. له حامد کرزي او رحمت الله نبیل سره مو خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي، چې کیدی شي دوی هم په ائتلاف کې شامل شي؛ خو پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ژغورنې په ائتلاف کې ملي جنبش، جمعیت اسلامي او حزب وحدت ګوندونه شامل دي. دغه راز د ولسي جرګې یو شمېر غړي او نورې سیاسي څېرې هم له دغه ائتلاف سره اوږه پر اوږه روان دي.

دغه راز په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال نیکلسون هم د جنرال دوستم شتوالي د ټینګار وړ بولي او وایي، چې: د جنرال دوستم راستنیدل د شمال له امنیتي حالاتو سره مرسته کوي؛ خو له هغه سره اړوند نور اړخونه هم له افغانستان سره تړاو لري.

د حزب جمعیت اجرائیه رییس عطامحمد نور ویلي، چې په روانه اوونۍ کې به د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف خپل سیاسي شتون په ډاګه کړي.

سیاسي کارپوهان وايي، چې ائتلافونه به هغه وخت د هېواد په ګټه راوڅرخي، چې روان کړکیچونه حل شي.

سیاسي کارپوه عبدالحمید صفوت وایي، چې: هر سیاسي بهیر باید د خلکو ګټې خوندي کړي او داسې طرحې وړاندې کړي، چې اوسنی روان بحران پای ته ورسوي.

د افغانستان ژغورنې ائتلاف هغه مهال په ترکیه کې جوړ شو، چې جنرال عبدالرشید دوستم په جلا وطنۍ کې و. جنرال دوستم هم د دغه ائتلاف مهم غړی دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه ريیس کابل ته د جنرال دوستم راستنیدل د هېواد په ګټه بولي او وایي، چې: افغانستان ته د دغه مقام راسنیدل به اوسني حالت ته ګټور وي.

د سیاسي ائتلافونو او جوړښتونو بازار په داسې حال کې مخ پر تودیدو دی، چې له یوې خوا د ولسي جرګې ټاکنې په څو میاشتو کې ترسره کیدونکې دي او له بلې خوا حکومت د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي، چې د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي.  

خبریاله : یلدا درویشي

Trending

Exit mobile version