تازه خبرونه

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب استازیو او زلمي خلیلزاد په وروستۍ کتنه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هوکړه کړې وي.

د سولې عالي شورا مرستیال، چې په مسکو کې یې د طالبانو له استازیو سره لیدنه درلوده وایي، دغه ډله د افغانستان د شخړې د حل لپاره تیاره ده.

د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي؛ د سولې خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره ټاکل شوې، چې افغان حکومت په نږدې راتلوونکې کې د طالبانو ځینې بندیان آزاد کړي.

حاجي دین محمد دا هم په ډاګه کړې، چې: د طالبانو د بندیانو د آزادیدو مساله له طالب استازیو سره د زلمي خلیلزاد په دوه یم پړاو کتنې کې مطرح شوې او حکومت تیار دی، چې ځینې طالب بندیان په نږدې راتلوونکې کې له بنده آزاد کړي؛ ځکه، نو روانې هڅې د افغان دولت او طالبانو د مخامخ خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو لومړنی ګام نومول شوی دی.

د سولې عالي شورا مرستیال همدا راز مني، چې شورا د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو  له اجنډا خبر نلري او یوازې د خبرو اترو یوه وړه برخه له دوی سره شریکه شوې ده.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري وایي: پرېکړه شوې، چې له ټول افغانستان څخه یو مشورتي بورد جوړ شي. ولسمشر غني هم له ځینو سیاسي څېرو او بېلابېلو سیاسي ګوندونو له استازیو سره مشورې پیل کړي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه نوې مرکچي ډله جوړه شي. دغې دلې ته د مشورتي بورد نوم ورکړ شوی او دغه بورد واک لري، چې له طالبانو سره د مذاکراتو او د سولې په بهیر کې د پرېکړو واک ولري.

جمعیت اسلامي ګوند د سولې مشورتي بورد له جوړیدو سره مخالفت کړی او دا یې د سولې له شورا سره موازي جوړښت یاد کړی دی.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل، د طالبانو د بندیانو آزادیدل او له تور نوملړ څخه د طالبانو د نومونو ایستل د خبرو د پیل لپاره د طالب استازیو مهمې غوښتنې دي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version