تازه خبرونه

کیدی شي ولسمشریزې ټاکنې وځنډیږي- د ټاکنو کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، کیدی شي ولسمشریزې ټاکنې وځنډیږي؛ ځکه، چې د سمونونو راوستل، د بایومتریک تکنالوژۍ کارول او په عملیاتي پروګرامونو کې ښه والی د ټاکنو د  احتمالي ځنډیدو بنسټیز ټکي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړې ملیحه حسن د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱ شوې وای او دا ټاکنې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته بله آزموینه وه؛ خو د روڼتیا د راوستو او له فني اړخه په ټاکنو کمیسیون کې د سمونونونو راوستو لپاره اړینه ده، چې ټاکنې وځنډیږي.

ځینې راپورونه په ډاګه کوي، چې په ټاکنو کې کیدی شي درې میاشتې ځنډ راشي او دلیل یې هم د حکومت او نړیوالې تولنې تر منځ د هوکړې نشتوالی ګڼل شوی دی.

د حزب وحدت اسلامي ګوند غړی اسد الله سعادتي وایي: که د ټاکنو ځنډ د رڼښت لپاره وي دا به ښه کار وي؛ خو که د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهلوېش له مخې د ټاکنو د ترسره کولو وس نلري.

د جنبش ملي ګوند غړی عبدالله قرلق ټینګارکوي، چې که په ټاکنو کې ځنډ، روڼتیا او سمونونه باوري کړي، لدې به ښه وي، چې له درغلیو سره مل ټاکنې تر سره شي.

د مهال وېش له مخې؛ د ولسمشرۍ ټاکنې د وري په ۳۱ باید تر سره شوی وای؛ خو ځینې سیاسي بهیرونه باوري دي، چې په ټاکنو کې ځنډ د سولې په بهیر کې له را منځته شویو پرمختګونو سره غوټه دی.

Trending

Exit mobile version