تازه خبرونه
کیدی شي د امریکایي پوهنتون دوه استادان ژوندي نه وي- د ولسي جرګې مشر
له طالبانو سره د افغان امریکايي پوهنتون د دوه بندي استادانو د خوشې کولو په بدل کې د انس حقاني او دوه نورو طالب چارواکو د خوشې کولو معامله اوس هم روښانه نده او له ځنډیدو یې پېنځه ورځې وروسته د ولسي جرګې ريیس میر رحمان رحماني ويلي، چې ښايي د انس حقاني په ګډون د درې طالب مشرانو د تبادلې له ګډوډیدو څخه بریښي، چې ښايي یاد استادان مړه شوي وي.
طالبانو دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې د افغان امریکايي پوهنتون دوه اړوند استادان ژوندي دي او له دوی سره په بند کې دي.
له بلې خوا د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ويلي چې په لوګر کې پر امریکايي سرتېرو د طالبانو د برید له کبله امریکا د تبادلې دغه معامله ځنډولې ده.
طالبانو دا هم ویلي، چې له امریکایانو سره د افغان امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې انس حقاني او دوه نورو طالبانو د را خوشي کولو په اړه خبرې روانې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل یوه تویت کې منلې، چې د حقاني شبکې درې غړي( انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید اوس هم د افغان حکومت په .بند کې دي
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو لخوا د شرایطو نه منل د تبادلې د ځنډیدو علت دی.