لوبی
فیصل شایسته د ایران په پیکان لوبغالي کی نور نه لوبیږي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان فوتبال ملي لوبډلې کیپتان په یوه ځانګړې مرکه کي له آریانانیوز سره وویل، چي غواړي د ایران پیکان له لوبغالي څخه بېل شي.
فیصل شایسته د تېرکال د ژمي په موسم کي د تهران له پیکان لوبغالي سره د یو نیم کال لپاره یو قرارداد لاسلیک کړ او اوس له لوبو څخه د لیریوالي په دلیل نه غواړی نو ر د ایران په لیګ کی ولوبیږي.
همدارنګه فیصل شایسته د فوتبال ملي بوبډلې د رهبرۍ له کدر څخه د آسیا ملتونو جام ته د تګ لپاره ډېر هیله من دي.
فیصل شایسته د ایران په لیګ کې له لس لوبو څخه یوازې په یوه لوبه کې حضور پیدا کړی او په نور لوبو کې د ساتل شوي لوبغاړي په توګه د نورو لوبغاړیو ترځنګ پاتې شوی دی.
د ایران پیکان لوبغالي به نهه ویشتمه اوونۍ کې د ۳۸ امتیازونو په درلودو په جدول کې شپږم ځای درلود.