تازه خبرونه

چین به هم د افغان سیاستوالو او طالبانو د استازیو د سولې ناستې کوربه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیجنګ د افغانستان سولې په بهیر کې د رول لوبولو ټټر وهلی او غواړي د افغانان سیاستوالو او طالب استازیو تر منځ د سولې ناسته تر سره کړي.

یوه حکومتي سرچینه وایي؛ د چین دولت افغان حکومت ته وړاندیز کړی، چې دې ناستې ته استازي وټاکي.

دې سرچینې ویلي، حکومت د چین غوښتنه د ټاکنو د پایلو تر معلومیدو پورې ځنډولې ده.

پخوانی جهادي قومندان محمد اسماعیل خان، چې دې ناستې ته ور بلل شوی وایي، ۳۰ افغان څېرې دې ناستې ته ور بلل شوي او په خبره یې د پلاوي مشري  به پخوانی ولسمشر حامد کرزی وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د بیجنګ ناسته د مسکو ناستې په څېر ده او دا ناسته، چې ۱۰ـ۱۲ ورځې وروسته جوړیږي؛ کولی شي د افغانانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ او د سولې په چارو کې د دولت وزارت که څه هم د چین ناستې او دې ناستې ته د استازي د ور بللو په تړاو څه نه وايي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ټینګار کوي، چې د سولې هر پروګرام او هڅه باید د افغانانو په مشرۍ وي.

مخکې هم د افغان سیاست والو او طالبانو دوه ناستې په مسکو او یوه ناسته دوحه کې تر سره شوې وې؛ خو حکومت رسمي پلاوي نه و ورلیږلی.

Trending

Exit mobile version