تازه خبرونه

چین په کاسا زر او تاپي پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 په کابل کې د چین سفیر ویلي، چې چین په کاسا زر او تاپي پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لري؛ ځکه، چې په سیمه ییزو پروژو کې افغانستان د چین په لومړیتوب کې دی.

په کابل کې د چین سفیر یو جینګ له آریانا نیوز سره د یوې ځانګړي مرکې پرمهال په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د پانګوني لپاره بشپړ فرصتونه شته او پانګوال مو لیوالتیا لري، چې د افغانستان په لویو سیمه ییزو پروژو کې لکه کاسا زر او تاپي پروژې په پلي کیدو کې پانګونه وکړي.

دی زیاتوي، د چین او افغانستان تر منځ د اقتصادي همکاریو لړۍ ښه پرمخ روانه ده.

دی وايي، چې د چین او افغانستان ترمنځ  د هوایي  پروازونو زیاتوالی، له ریل پټلۍ سره نښلیدل او د نوري فیبر پروژو پلي کیدل د بد خشان له لارې دا  ټول اقتصاډي فعالیتونه دي، چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ سسب به شي.

د یوجینګ په وینا؛ مونږ غواړو په افغانستان کې د اقتصادي لار څخه ثبات ته ورسیږو. کله، چې خلکوته د کار زمینه برابره شي؛ نو پخپله سو له او امن هم راځي.

د یادونې وړده، چې د چین او افغان حکومتونو چارواکو ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به ډېر ژر د اقتصادي فعالیتو نو یو ګډ او نوی فصل پرانستل شي او په  پراخه توګه به اقتصادي پروژې هم پلي شي.

چین په افغانستان کې منظم اقتصادي پرمختګونه د ثبات او اقتصاد دغوړیدو لامل بولي.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version