تازه خبرونه
چین په افغانستان کې یوه غرنۍ لوا تجهیزوي
د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې د چین او بدخشان تر منځ په سرحدي سیمه کې، چې موخه یې له ترهګریزو تحرکاتو سره مبارزه ده، یوه لوا جوړیږي.
د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه وایي، دا پرېکړه چین ته د ملي امنیت د شورا د سلاکار حنیف اتمر د تازه سفر په لړ کې رامنځته شوې ده.
د چین لخوا د لوا د جوړیدو طرحه تېر کال مطرح شوې وه.
د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، دغه لوا د ملي دفاع وزارت لخوا جوړیږي او چین به یې اړتیاوې برابروي او ټول پرسونل به یې افغانان وي.
کارپوهان وایي، چین د افغانستان له خاورې څخه دې هېواد ته د ترهګرو په اوښتو اندېښمن دی.
پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند وایي: د چین په سرحدي سیمو کې یغور قوم اوسیږي او غواړي ځانونه د چین پولو ته ورسوي او دا هېواد ناامنه کړي، چې چین دې اندېښمن کړی دی.
چین تېر کال وړاندیز کړی و، چې د بدخشان په سرحدي سیمه کې یوه غرنۍ لوا جوړه او تجهیزوي.
خبریال: افسون محمدی