تازه خبرونه

هیڅ ځواک د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو مخنیوی نشي کولی- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر اشرف غني د عاشورا او محرم د لسمې ویرجنو ته په وینا کې ویلي، جمهوریت سره کرښه ده او هیڅ ځواک د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو مخنیوی نشي کولی.

د محرم د لسمې په نمانغونډه کې ولسمشر اشرف غني او یو شمېر حکومتي چارواکو د محرم لسمه یا د امام حسین ع شهادت ورځ ونمانځه.

ښاغلي اشرف غني د محرم د لسمې ویرجنو ته څرګنده کړې، چې جمهوریت حکومت ته سره کرښه ده، او که د امام حسین په څېر هم یوازې پاتې شي؛ د جمهوریت او ولسواکۍ لپاره به په پریکنده توګه ودریږي.

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د اساسي قانون له مخې پخپل وخت تر سره شي؛ د ټاکنو بل بدیل نشته او هیڅ ځواک به یې مخه ونشي نیولی.

د ولسمشر دوه یم مرستیال ویلي؛ طالبان د جنایتونو په دوام هڅه کوي، چې د افغانستان پرخلکو امارت تحمیل کړي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش ویلي: یو شمېر ترورستان هڅه کوي، چې پر خلکو امارت هحمیل کړي او جمهوریت، چې د خلکو د ارادې ممثل دی رانسکور کړي. دا هغه څه دي، چې امام حسین د دغه راز جنایت پر ضد ودریده.    

د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي ارګ په ناقانونه اقداماتو تورنوي او وایي، چې اساسي قانون ارګ ته هیڅ ارزښت نلري او هر کار یې، چې پر زړه وي، هغه تر سره کوي.

دغه راز د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي هو ارګ ته ګوته نیسي او وایي، چې: ولسمشر باید په ډاګه کړي، چې د قضیې تر شا کومه موضوع وه، چې له ملا برادر سره یې لیدل او ولې یې خلک له دې لیدنې لیرې وساتل او دا کار یې د منلو هم ندي.               

دا خبرې په داسې حال کې بیانیږي، چې په هېواد کې امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی او ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې هم تر سره شي. وبه لیدل شي، چې حکومت د رڼو او او پراخ بنسټه ټاکنو د تر سره کیدو وس لري او یا دا، چې د تېرو ټاکنو کړکیچونه به روان وي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version