تازه خبرونه
چین، هند او روسیې د ترهګرو د ملاتړ کوونکیو د محاکمې غوښتنه کړې
د چین، هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د ترهګرو د ملاتړ کوونکیو د محاکمې غوښتنه کړې ده.
نوی ډیلي د دوشنبې پر ورځ د سیمې د درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربه و، چې د دې ناستې اصلي محور له ترهګرۍ سره مبارزه او په سیمه کې د امنیت تامین یاد شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي وایي؛ د دې درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نوي ډیلي په ناسته کې هوکړه کړې، چې له ترهګرو سره په مبارزه کې سیمه ییزه اجماع جوړه کړي.
د زیاترو په باور چین او روسیه د افغانستان په شمال کې د داعش له حضور او فعالیته په اندېښڼه کې دي له همدې کبله په دې ناسته کې ویل شوي، چې د خپلو هېوادونو امنیت په څه ډول تامین کړي.
د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وایي، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې هند د پاکستان ځیناستی دی.
که څه هم په ځانګړي توګه د هېواد په شمال کې د طالبانو په ملاتړ اندېښنې زیاتې شوي؛ خو مسکو نه مني، چې له طالبانو سره یې مالي مرستې کړې وي.