تازه خبرونه

ځینې انتصابي ځوانان په فساد کې ښکېل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ولسمشرغني هغو چارواکو ته نغوته(اشاره) کړې، چې د ځوانانو په استازیتوب په حکومت کې کار کوي وایي؛ چې یو شمېر ځوانان د هغې پوهې له کبله پر کار ګمارل شوي، چې لري یې؛ خو ځینې انتصاب شوي ځوانان، په اداري فساد کې ښکېل دي او خلکو ته باید ځواب ویونکي ووسي.

د نوموړي په وینا؛ د ملي وحدت په حکومت کې پر ځوانانو سیاسي پنګونه شوې؛ خو یو شمېر په کې پر فساد روږدې شوي دي.

ولسمشرمحمد اشرف غني زیاتوي؛ ،تر هغې، چې ځوانان، ښځې او بېوزلي ثبات او هوساینې ته ونه رسېږي افغانستان ثبات ته نه رسېږي.

ولسمشر ځوانانو ته په خطاب کې وویل: ځینې کسان غواړي له تاسو څخه د وسیلې په توګه  کار واخلي.

ولسمشر غني دغه راز ځوانانو ته د کاري زمینو او د لوړو زدکړو آسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه او وایي، چې د کابینې په غونډو کې به د ځوانانو استازي هم ګډون وکړي.

ولسمشر غني وایي، اړتیا ده، چې د نفاق د عاملینو په وړاندې ودریږو. که مسلمانان یاست په وړاندې یې ودریږئ.

ولسمشر غني له ځوانانو سره په داسې حال کې د یو لړ کارونو ژمنه کوي، چې ځوانان په حکومتي ادارو کې د ګمارلو پر څرنګوالي سختې نیوکې لري.

Trending

Exit mobile version