تازه خبرونه

ځینې حکومتي کړۍ له ترهګرو سره همکاري کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې په حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ پلازمېنې کابل او د هېواد یو شمېر نورو سیمو ته د ترهګرو په رالیږدولو کې لاس لري.

دوی وایي، چې ډېري ترهګر په هغو مرمۍ ضد موترو کې رالیږدول کیږي، چې په هېواد کې یې شمېر له  ۵۰۰۰  ډېر ندی.

په ولسي جرګه کې د میدان او وردګ استازی غلام حسین وایي: ځانمرګي په حکومت کې دننه د یو شمېر کړیو په مرسته رالیږدول کیږي. دا اندېښنه د ټینګار وړ ده؛  خو په خواشینۍ، چې حکومت تل دا اندېښنه رد کړې او بېشرمانه وایي، چې مرمۍ ضد موتر د پارلمان غړي د ځان ساتنې لپاره کاروي. څومره له شرمه ډکه خبره ده. کله، چې امنیت خوندي کولی نشئ؛ شرافتمندانه استعفا ورکړئ.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي څرګنده کړې، چې: لږ تر لږه ان مرمۍ ضد موترو ته پلیتونه وېشل شوي ندي؛ کیدی شي پر نورو وزارتونو هم ورته بریدونه تر سره شي.

د ولسي جرګې دوه یم مرستیال امیر خان یار له حکومت وغوښتل، چې د هېوادوالو د امنیت په خوندي کولو کې عملي ګامونه پورته کړي.  

ښاغلي امیر خان زیاته کړې، چې: په ننګرهار ولایت کې عام وګړي بمبارد شوي دي. زمونږ غوښتنه داده، چې د بېګنا وګړیو له وژلو ډډه وشي او حکومت خپله پاملرنه ورواړوي؛ ځکه، چې نور خلک له اوسني حالته ستړي شوي دي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي څرګندوي؛ د جګړې کمزورې رهبري د ترهګرو د هڅو د پراختیا علت دی. که حالات همداسې روان وساتل شي او د جګړې بڼه بدله نشي، ناامني به ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو وي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version