تازه خبرونه
هیله ده له طالبانوسره تبادله روان تاوتریخوالی لږ کړي- ترمپ
د سې شنبې پر ورځ(د لړم ۲۸) انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور غړي قطر ته ولیږدول شول او طالبانو هم د امریکایي پوهنتون دوه استادان د افغانستان په زابل ولایت کې له درې کلن بند وروسته آزاد کړل.
د امریکا او افغان دولت لید لوری دا دی، چې دا تبادله به د تاوتریخوالي په کموالي کې مهم ګام وي. لکه ، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په یوه تویت او له ولسمشر غني سره په ماښامنیو خبرو کې هم پرې ټینګار څرګند کړی دی.
ترمپ په خپل تویت کې څرګنده کړې: هیله لرو، چې دا مساله د سولې په بهیر کې د ښه زیري سبب شي. لکه اوربند، چې وکړای شي د جګړې د پای لپاره ګټور پریوځي.
سیاسي هڅاند بشیر بېژند ویلي؛ د سولې لپاره شویو هڅو د تاوتریخوالي له کموالي سره هیڅ راز مرسته نده کړې.
د ولسي جرګې ځينې غړي باور لري، چې د بندیانو تبادلې یوازنی دلیل دا دی، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.
ورځپاڼه لیکوونکی نظري پریاني باور لري، چې دا تبادله به د راتلونکي لپاره ښه ګام وي.
دولت وایي، د دې لپاره یې د انس حقاني او دوه نورو طالبانو د خلاصولو پرېکړه وکړه، چې طالبان د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي؛ خو طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالی ندی ښکاره کړی.
د امریکا متحدو ایالتونو او نړیوالو متحدینو یې د زندانیانو تبادله په نیک فال نیولې؛ خو نه په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی او نه هم د سولې روښانه څرک لګیږي.
د یادونې ده، چې د طالبانو او امریکايي پوهنتون د استادانو تبادله د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له ودریدو وروسته تر سره شوه.