تازه خبرونه
ځینې کمیشران هڅه کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس له دندې ګوښه شي
له څه مودې راهیسېد ټاکنوخپلواک کمیسیون د رییس د ګوښه کیدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ګنګوسو لیکه کړې وه، له بلې خوا په دي وروستیوکې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمیشنرانو نوملړ خپور شوي چې پکې د کمیسیون د رییس دګوښه کېدو لپاره لاس لیکونه شوي دي.په همدې حال کې د ټاکنو دخپلواک کمېسیون رییس دغه سند منې؛ خو وایې په کمېشنرانو د ځینو حکومتي لوړپوړو چاروکو لخوا فشارونه دي.
نجیب الله احمدزی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس اریانا نیوز ته وویل: (ځینې کړۍ شته چې په کمېشنرانو یې فشار راوړي چې په پایله کې دوی هم ځینې تېروتنې کړي او د تلوار له امله یې ځینې لیکنې کړې او همدا شان د ولسمشرۍ په دواړو خواوو کې هم ځینې کړۍ زما د ګوښه کېدو هڅې کوي)
همداراز احمدزی مني چې ځینې پیغامونهده ته د ولسمشر لخوا په غیر مستقم ډول رسیدلي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د کمیسیون په چارواکې د نه لاس وهنې ملاتړ کوي او د کمیشنرانو په چارو کې هر ډول لاسوهنه ردوې.
د دغو جنجالونو سربیره هغه څه چې د ټولو لپاره مهم دي د ټاکنو ترسره کیدل دي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانې ټاکنې د روان کال په چنګاښ میاشت کې ترسره شي؛ خو په کمیسیون کې اختلافات او د حکومت د مداخلو تورنه خلک ناهیلې کړي دي.