تازه خبرونه
ولسي جرګې د باور رایو لپاره د نوماندانو د ورپېژندنې غوښتنه کړې
حکومت د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د سرپرستانو له ټاکل کیدو سره په یوه وخت کې د څلور نوماند وزیرانو او د سترې محکمې د دوه غړیو پېژندنه ولسي جرګې ته استولې، چې ولسي جرګې یې ژر ترژره د ورپېژندلو غوښتنه کړې ده.
د ولسي جرګې دوه یم مرستیال د نوماندانو د ورپېژندلو تر څنګ ویلي، چې لدې سره به د ښې حکومتدارۍ ننګونې هم له منځه ولاړې شي.
د ولسي جرګې دوه یم مرستیال امیرخان یار وایي، چې د پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ، دفاع او کورنیو چارو وزیران او همدارنګه د سترې محکمې غړي ښاغلي مهجور او حسینه ساپۍ هغه ښاغلي نوماندان دي، چې حکومت یې دغې جرګې ته ورپېژني او د زدکړ اسناد یې هم کتلي دي؛ نو د دولت پارلماني وزارت باید ژر تر ژره د دوی د ورپېژندلو بهیر تر سره کړي.
د ولسي جرګي غړي د سولې روان بهیر هم پېچلی ګڼي او له حکومت غواړي، چې د سولې ابتکار په خپل لاس کې واخلي.
د ولسي جرګې غړی نادرشاه بهر ویلي؛ په خواشینۍ، چې د افغانستان د سولې بهیر د بزکشۍ ډګر ګرزیدلی؛ خو طالبانو یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل. حکومت باید هڅه وکړي، چې په سیمه او نړۍ کې د سولې بهیر نوښت خپل کړي او پریدي، چې امریکا له هېوادونو سره څه کوي.
عبدالرحیم ایوبي د ولسي جرګې غړی وایي؛ امریکا غواړي له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، چې دا د امریکا ناکامي ښیي او د سولې بهیر یې هم تر دې دمه بې پایلې پاتې دی.
د ولسي جرګې غړي وېره څرګندوي، چې د سولې له خبرو سره په یوه وخت کې ناامنیو هم زور اخیستی؛ نو، ځکه دوی پر حکومت غږ کوي، چې د امنیت د ټينګښت لپاره مناسب ګامونه پورته او د سیمې د هېوادونو له تربګنیو دا بهیر او دا هېواد وژغوري.
خبریال: رفیع صدیقي