تازه خبرونه

هندي الوتکو په پاکستان کې د جیش محمد مرکزونه بمبارد کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

هندي چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد جنګي الوتکو په پاکستان کې د جیش محمد د وسلوالې ډلې مرکزونه بمبارد کړي دي.

د هندوستان د کرنې وزیر په خپل یو تویت کې لیکلي، چې نن سهار زمونږ هوایي ځواکونو د پولې په پورې غاړه کې د ترهګرو پر مرکزونو بمبارد کړی او ویجاړکړي یې دي.

هندي رسنیو د دغه هېواد د سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې په دې بریدونو کې د جیش محمد ۲۰۰ وسلوال جنګیالي وژل شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویجی ګوکلي ویلي؛ د هند دولت ژمن دی، چې د اړتیا په صورت کې د جیش محمد په ګډون د هر راز ترهګرۍ پر وړاندې عمل وکړي. د پاکستان دولت په ۲۰۰۴ کال کې ژمنه کړې وه، چې ترهګرو ته به اجازه ورنکړي، چې دا خاوره د هند پر ضد وکاروي. مونږ هیله من یو، چې پاکستان خپلې دې هیلې ته ژمن پاتې شي.

هندي چارواکو ویلي؛ دغه برید د هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي په امر د هېواد ساتنې لپاره ترسره شوی دی او لومړی وزیر هم د هېواد ژغورنې لپاره له بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی.   

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي ویلي؛ ما ددې هېواد پر خاوره قسم خوړلی، له خاورې او خلکو سره به یې خیانت نکوم او هیچاته پرې د فشار اجازه هم نه ورکوم. ان ښځې هم د دې هېواد له خاورې دفاع ته چمتوالی لري.

پاکستان هم منلې، چې نن سهار د هندوستان جنګي الوتکو د پاکستان خیبر پښتونخوا ته نږدې یو شمېر سیمې بمبارد کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه بریدونه پخپله خاوره او ملي حاکمیت ښکاره تېری ګڼلی او په دې اړه یې بېړنۍ امنیتي ناسته راغوښتې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې هند به په دې بریدونو کې ناکام شي او مونږ د هېواده دفاع ته چمتوالی لرو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي؛ زه په ښکاره هند ته وایم، چې مونږ به ماته درکړو او په هغه برید کې، چې تر سره کړی مودی هم ناکام شئ.  

نوموړي دغه برید د پاکستان پر خاوره ښکاره یرغل ګڼلی او وایي؛ پاکستان حق لري، چې له خپلې خاورې دفاع وکړي او مناسب ځواب هم ورکړي.

د پاکستانیو ځواکونو ویاند آصف غفور په خپل یو تویت کې لیکلي، چې نن سهار هندي الوتکې د کشمیر د مظفر آباد اړوند سیمې ته ۴ کیلومتره رادننه شوي او بېړني هوایي بریدونه یې تر سره کړي، چې ځاني او مالي زیانونه نلري.  

د هندي هوایي ځواکونو دغه بریدونه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې جیش محمد وسلوالې ډلې په کشمیر کې د یو ځانمرګي برید پړه پر غاړه اخیستې، چې په کې له ۴۰ ډېر هندي سرتېري وژل شوي دي.

د هند او پاکستان اختلافاتو هغه مهال بیا زور واخیست، چې جیش محمد د هند په کشمیر کې پر هندي پوځیانو ځانمرګی برید تر سره کړ، چې په کې ۴۲ هندي سرتېري ووژل شول.  

دا په داسې حال کې ده ، چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله ویلي وه که هند په پاکستان کې د غچ اخیستنه تر سره کړي؛ نو د افغانستان د سولې بهیر ته به زیان ورسوي.

Trending

Exit mobile version