تازه خبرونه
ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په اړه بېړ نۍ ناسته تر سره کړه
که څه هم ټاکل شوې نه وه، چې ولسي جرګه د اجنډا د نشتوالي او په کمیسیونونو کې پر قوانینو د کار پر دلیل عمومي ناسته ترسره کړي؛ خو جرګې د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په تړاو بېړنۍ ناسته جوړه کړه.
تېره ورځ( د تلې ۲۶) د جمعې د لمنلنځه پر مهال د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې د جودرې د اړوند سیمې پر یوه جومات په برید کې له شپېته ډېر کسان ووژل شول او نږدې پنځوس نور ټپیان دي.
د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني ویلي، چې نن مو په کمیسیونونو کې کار کاوه؛ خو د ننګرهار د پېښې له کبله مو بېړنۍ ناسته جوړه کړه، چې دا امنیتي پېښه وارزول شي.
د ولسي جرګې ځینې غړيو حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې په بې پروایي تورن کړ او وايي، ترهګر د اسلام په نوم پر خلکو بریدونه کوي؛ خو امنیتي بنسټونه نه دي توانیدلي، چې د دې بریدونو مخنیوی وکړي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالولي نیازي ویلي، چې د حکومت مسوولیت د خلکو د ځان، مال او عزت ساتنه ده او حکومت بریالی شوی ندی، چې خپل دغه مسوولیت تر سره کړي؛ ځکه، نو له داسې یو حکومت اطاعت خپله یوه ګناه ده. ولې امنیتي مسوولین نه بریالي کیږي، چې په امنیتي وضعیت کې بدلون رامنځته کړي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د ننګرهار د خونړۍ پېښې عاملان باید وپېژندل شي.
د ولسي جرګې د کابل استازي خان آغا رضایي ویلي؛ غونی ځیږوونکې پېښه وه، چې په کې له سل ډېرو کسانو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده. دا پېښه د یوې خواشینۍ پرڅرګندونو نه، بلکې امنیتي مسولین باید راوغوښتل شي او د افغانستان خلکو ته یې په اړه ځواب ووایي، چې ولې او څنګه دا پېښه رامنځته شوې ده.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازی سید احمد سیلاب څرګنده کړې، چې د پېښې مسوولیت هیچا پر غاړه ندی اخیستی؛ پېښه د اسلام د بدنامولو یوه دسیسه ده او عاملان یې باید مشخص او وپېژندل شي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې امنیتي مسوولین دې ولسي جرګې ته وروغوښټل شي، چې د ناامنیو او د ملکیانو د ډله ییزو وژنو په تړاو سپیناوی وړاندې کړي.