تازه خبرونه
هندي سکهان د ګورو نانک د ۵۵۰ کلیزې لپاره پاکستان ته رسیدلي
د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمنځ د یوې هوکړې له مخې؛ سکهـ زیارت کوونکي کولی شي د کرتار پور له لارې پرته له ویزې د پاکستان خاورې ته ننوځي.
د هند پخوانی صدراعظم من موهن سنګهـ، د بالیود سینما لوبغاړې د پارلمان غړې سني دیول او د هند سیاستوال نوجیت سنګهـ سیدو هم د زیارت کوونکیو برخوال دي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي هندي سکهانو ته د پاکستان له آسانتیاوو برابرولو ستاینه کړې او وایي؛ زه غواړم د پاکستان له صدراعظم مننه وکړم، چې د کرتارپور دهلیز په اړه یې د هند احساسات درک کړل او په وخت اقدام یې وکړ.
د پولې دواړو غاړیو ته د کرتارپور دهلیز د پرانیستلو پر وخت د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپل هندي سیال نریندرا مودي څخه وغوښتل، چې د کشمیریانو حقونه ادا کړي.
د روان کال په اګست کې، هند د خپلې ادارې په چوکاټ کې د کشمير ځانګړی حیثیت پای ته ورساوه، چې له کبله یې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.