پرمختګ او بشپړتیا
ولسي جرګې له ماشومانو څخه د ملاتړ قانون تصویب کړ
دا قانون په وروستیو کلونو کې د ملي شورا یوه جدي او جنجالي موضوع وه او دلیل یې هم دا و، چې له اتلس کلونو ټیټ عمره کسانو ته د ماشوم خطاب کول و.
ولسي جرګې د ماشومانو د حقونو ملاتړ قانون طرحه د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۸) په اجنډا کې ونیوله او تصویب هم شوه؛ خو اته کاله مخکې د دې قانون د درېیمې مادې پر سر د ځینو وکیلانو اختلافات د دې سبب شوي وه، چې څو ځله له تصویب پاتې شي. په دې ماده کې له اتلس کلونو ټیټ عمره کسان ماشومان یاد شوي وه.
د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون ویلي؛ د دې قانون له عملي کیدو سره به د ماشومانو په ټولیز وضعیت قانوني پاملرنه رامنځته شي او هیڅ څوک به ونکړای شي، چې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کړي.
د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون غړې ناهید فرید ویلي، چې د دې قانون له تصویب سره د ۱۳ میلیون ماشومانو حقوقي خوندیتوب په ډاګه شو.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په دې کې بحث نه د اعدام دی او نه هم د جرایمو. یوازې ماشومان به خپلو حقونو ته له لاسرسي برخمن او د خوندیتوب حق به خپل کړي. مونږ ۱۳ میلیون له اته لس کلنۍ ټيټ عمره ماشومان لرو، چې د حقونو له خوندیتوبه برخمن شول. که له اته لس کلنۍ ټيټ عمره ته د ماشوم په توګه ونه کتل شي؛ خپلو حقونو ته نه رسیږي.
د ولسي جرګې د تقنین کمیسیون رییس نذیراحمد حنفي ویلي: داسمه ده، چې له اته لس کلونو ټيټ ماشوم دی؛ خو که د بلوغ نښې په کې له یاد منګه مخکې ښاره شي. په قانون کې باید د بلوغ نښې ورزیاتې شي؛ پرته له دې دا قانون نه منو.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی واقف حکیمي ویلي، چې د ماشومانو مسله باید جنسي نشي او د ماشومانو ملاتړ هم باید له میندو سره ونه تړل شي. مونږ باید د ماشوم ټولنیز او انساني اړخ ته پام راوګرزوو او د ملاتړ قانون ته یې پام وکړو.
ولسي جرګې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون طرحه په ۱۶څپرکو او یو سل و اته مادو کې تصویب ته وړاندې کړه.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني څرګنده کړې، چې د ولسمشر ۳۶۲ فرمان، چې د ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ قانون دی له ځینو تعدیلاتو سره رای اچونې ته وړاندې کیږي؛ موافق به شین کارت او مخالف به سور هغه پورته کوي.
په دې توګه د ماشومانو د ملاتړ حقونو قانون طرحه په غوڅ اکثریت د ولسي جرګې لخوا تصویب شوه، چې درې رایې یې په رد کې وې.