تازه خبرونه
ولسي جرګې له ماشومانو څخه د ملاتړ پر تصویب شوي قانون ناندې روانې ساتلي
ولسي جرګې تېره دوشنبه( د لیندۍ ۱۸ / د دسمبر ۹) د ماشومانو د ملاتړ تر ټولو جنجالي قانون تصویب کړ. د دغه قانون په درېیمه ماده راغلي، چې له اتلس کلونو د لږ منګ لرونکي ماشومانو دي؛ خو د جرګې یو شمېر غړي د قانون همدا ماده له اسلام سره په ټکر کې ګڼي، چې د جرګې د نورو غړیو لخوا دغه څرګندونې له غبرګونونو سره مخ شوې دي.
د ولسي جرګې هغه غړي، چې دا قانون له اسلام سره په ټکر کې نه ګڼي؛ دې قانون ته یې رای ورکړې او هغو، چې له اسلام سره یې په ټکر کې بولي د یاد قانون د تصویب پر مهال په جرګه کې حاضر نه ول.
د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز د ماشومانو د ملاتړ قانون غیر اسلامي ګڼل د خواشینۍ وړ بولي او وایي: د قانون په کوم ځای کې د دین بر ضد څرګندونې شوي او نه وي بیا په کومه خوښۍ د دغه قانون ملاتړ ردوئ. باید د هېواد د ماشومانو پر برخلیک لوبې ونشي. زه داکتره یم او لیدلي مې دي، چې ان په لس کلنۍ کې د بلوغ نښې ښکاره شوې دي.
د جرګې هغه غړي، چې د دغې مادې مخالفت کوي وايي، چې دا ماده له اسلام سره په ټکر کې ده او باید له سره غور پرې وشي.
د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني وايي، چې دغې موضوع ولسي جرګه له ستونزو سره مخ کړې.
د نوموړي د ولسي جرګې له غړیو وغوښتل، چې د وړو مسایلو پر ځای باید پر لویو هېوادنیو مسایلو راوڅرخو. مونږ هڅه کوو، چې دا ماده بیا وکتل شي.
په جرګه کې د دغه قانون پر خلاف او ملاتړ له ډېرو جنجالي خبرو وروسته یو لس کسیز پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې را پورته شوې لانجه غوڅه کړي؛ خو د دغه قانون ملاتړي غړي وايي، چې دغه قانون غور ته اړتیا نلري.