تازه خبرونه

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تصویب کړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲, ۱۳۹۸)

ولسي جرګه له ډېرو ناندریو وروسته بریالۍ شوه، چې د چارشنبې پر ورځ/ د سلواغې پر ۲ د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال بودجه د ۱۰۱ موافقو او ۴۵ مخالفو رایو په لرلو تصویب کړي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون ویلي؛ د بودجې له تصویبیدو سره په دې کوډ کې له حکومت څخه د افغانیو د لګولو واک اخیستل شوی دی.

 په همدې حال کې دا کميسیون وایي، چې یوازې ۱۱ پروژې په پراختیايي بودجه کې ډېرې شوي او له ۵۰۰ ډېرې د نورو کلونو دي.

د ولسې جرګې غړي د انکشافي بودجي په سند کې د ستونزو او توازن د نشتون له کبله دسند د وړاندي کولو پروخت ستونزي جوړولې او د یاد کمیسیون پر کړنو يې نیوکې کولې.

په ولسي جرګه کې د بلخ استازي سید ظاهر مسرور نیوکه کوي، چې مالي او بودجې کمیسیون د کال په پیل کې له ملي کړنې ډده وکړه او زیاتوي، چې له همدې کبله د بودجې پر سند نیوکې ډېرې شوې او استازي اعتراض کوي.  

د مالی او بودجې کمیسیون مشر محمد عظیم محسني وايي، چې د دې کمیسیون لخوا په بودجه کې هیڅ ډول خیانت ندی شوي او د مجلس د غړیو وړاندیزونه په لیکلي توګه ماليې وزارت ته سپارل شوي دي.

د ولسي جرګي مشر میر رحمان رحماني وایي: ملي بودجه څلور سوه اته ویشت میلیارد افغانۍ ده، چې دوه سوه نهه اتیا میلیارد یې عادي او یو سل و نهه دېرش میلیارد یې انکشافې بودجه ده.

د بودیجي له تصویبیدو سره د ولسې جرګي غړي له بودجوي بنسټونو غواړي، چې د بودجې په لګولو کې قانوني عمل وکړی. کنه د مجلس لخوا به له سختو غبرګونونو سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version